|
د قرآن کریم پښتو ژباړه
سُوْرَةُ الْفَاتِحَةِ
سُوْرَةُ الْفَاتِحَةِ مَکِیَّة، ايَاتُهَا سَبْعٌ، وَرُكُوعُهَا وَاحِدٌ سورة الفاتحه مکه کې نازل شوی دی، اوه آیتونه او یوه رکوع لري (۱) بِسۡمِ ٱللَّهِ الرَّحۡمَٰنِ الرَّحِيمِ شروع کوم په نوم د الله (ج) چې ډېر زیات مهربان، پوره رحم لرونکی دی (۲) الۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ الۡعَٰلَمِينَ ټولې ثناوې او ستاینې یواځې الله (ج) لره دي، چې پالونکی د ټول عالم (مخلوقاتو) دی (۳) الرَّحۡمَٰنِ الرَّحِيمِ ډېر مهربان، پوره رحم لرونکی دی (۴) مَٰلِكِ يَوۡمِ الدِّينِ مالک (څښتن) د ورځې د جزا دی (۵) إِيَّاكَ نَعۡبُدُ وَإِيَّاكَ نَسۡتَعِينُ موږ یواځې ستا عبادت کوو او یواځې ستا څخه مرسته غواړو (۶) اهۡدِنَا الصِّرَٰطَ الۡمُسۡتَقِيمَ موږ ته سمه سیده لار وښیه (۷) صِرَٰطَ الَّذِينَ أَنۡعَمۡتَ عَلَيۡهِمۡ غَيۡرِ الۡمَغۡضُوبِ عَلَيۡهِمۡ وَلَاالضَّآلِّينَ د هغو کسانو لار چې تا ورباندې انعام کړی دی، نه (لار د هغو کسانو) چې ستا غضب (غوسه) ورباندې شوی دی، او نه (لار د هغو کسانو) چې ګمراه شوي دي د نورو سورتونو ژباړه |
غوره خبرې پاکه پوهه په ناپاکو زرړنو کې ځای نه نیسي
يواځې ښه فکر درلودل بسنه نکوي، غوره دا ده چې له ښه فکر سره ښه کړه ترسره کړو هغه څه چې په غوسې او غضب پیلېږي، له شرم اوپښېمانۍ سره ختمېږي دنیا ډېره پراخه او د ټولو مخلوقاتو ځای دی، د بل د ځای نیولو په ځای، هڅه وکړئ چې خپل حقیقي ځای پیدا کړئ څوک چې خپلوالکي د دې لپاره د لاسه ورکوي چې امن ومومي، په پای کې دواړه د لاسه ورکوي نورې غوره خبرې |
حدیثونه او پښتو ژباړه
إِيَّاكُمْ وَالْحَسَدَ فَإِنَّ الْحَسَدَ يَأْكُلُ الْحَسَنَاتِ كاَمَا تَأْكُلُ النَّارُ الْحَطَبَ (ابوداود)
د حسد او بغض څخه تېښته وکړئ، ځکه چې حسد او بغض نېکي داسې خوري لکه اور چې بوټې خوري خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ (بخاری و مسلم)
ستاسې څخه غوره څوک هغه دی چې قرآن شریف زده کړي او نورو ته یې هم ور زده کړي دنورو حدیثونو ژباړ |
څنګه کولای شو د کمپیوټر د سکرين له کومې برخې سکرین شاټ واخلو؟
د دې لپاره چې د کمپیوټر د سکرين له کومې برخې سکرین شاټ واخلئ، لومړی کیبورډ کې د وینډوز تڼۍ ووهئ، وروسته لټون کې ولیکئ Snipping Tool د یاد ټول په مرسته کولی شئ د سکرین له هرې برخې او د خپلې خوښې سره سم سکرین شاټ واخلئ دې ته ورته د کمپیوټر نورو لارښوونو لپاره لاندینی لینک پرانيزئ
کمپیوټر لارښوونه |
څنګه کولای شو ساتل شوی پټ پاسورډ ښکاره کړو؟
:د دې لپاره چې ساتل شوی پټ پاسورډ ښکاره کړئ د پاسورډ ځای کې راسته کلیک کولو سره یو لیست درته ښکاره کېږي، د لیست پای کې پر انسپکټ Inspect کلیک وکړئ، وروسته یوه بله نیمه پاڼه درته ښکاره کېږي، یاده پاڼه کې چې کومه لیکه په اتومات ډول سلیکټ (غوره) شوې پکې .بدل کړئ Text په Pasword .بېلګه یې دلته وګورئ دې ته ورته د انټرنیټ نورو لارښوونو لپاره لاندينی لینک پرانیزئ انټرنیټ لارښوونه |
پر فېسبوک راسره یو ځای شئ
.پر ټویټر راسره یو ځای شئ
|
|
Adobe Photoshop CS5 Portable
اډاب فوټوشاپ (سي اس۵) پورټېبل د کمپیوټر لپاره یواځې د ۶۵ ام بي اندازه کې ښکته کړئ د کمپیوټر لپاره نور سافټویرونه |